امنیت

په فراه کې د طالبانو د دريو تنو قوماندانانو وژل کيدل

فراه  باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
د وسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان پرون په فراه ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي عملياتوکې ووژل شول.
د فراه د والي وياند اقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو دغه درې تنه قوماندانان هغه وخت ووژل شول چې افغان پوځيانو د دغه ولايت د خاک سپيد ولسوالۍ د سرخ ديوار په ساحه کې د ملابهادر په پوځي قرارګاه هوايي بريد وکړ.
ده وويل: په دغوعملياتوکې د دريو تنو مشهورو سيمه ييزو قوماندانانو ملا مالک، ملا مرتضى او ملامنان په ګډون څلور تنه ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
د ده د څرګندونوله مخې: په دغو عملياتوکې د دښمن دوه موټرونه وسوځيدل او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه ډپيو هم له منځه يوړل شوه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته