ټولنه

په غزني کې دسويډن دکميټې نوي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په غزني کې دسويډن دنوي  ودانۍ دجوړولو کار بشپړ او نن ګتې اخستنې ته وسپارل شوه .
په افغانستان کې دسويډن دکميټې مسوول ډاکتر فهيم  په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه وويل دسويډن دکميټې نوې ودانۍ په افغانستان کې دسويډن دموسسې له بودجې څخه داوو ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده چې څلويښت کاري خونې او نور ملحقات لري .
ډاکتر فهيم وويل  : دسويډن  کميټه څلورو زرو تنو معيوبو کسانو ته مصنوعي غړي جوړ کړي او ددغې ادارې په مالي  ملاتړ دافغانستان په لرو پرتو ساحو کې  ٥٠٠ ښوونځي فعاليت کوي
دغزني والي انجنير عبدالکريم متين وويل دسويډن  کميټه په هغو سختو شرايطو کې چې دجهاد په وخت کې و  په افغانستان کې هم فعاليت کاوه او دخلکو ستونزو ته رسيدګي کوله .
دغزني والي له نورو خيريه بنسټونو څخه هم وغوښتل چې دپوهنې ، روغتيا ، کرنې او دنورو برخو دستونزو دحل کولو لپاره دولايت له مقام سره زياته همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته