امنیت

په ننګرهار کې د افغان ځواکونوپرپوستې په بريدکې دوه يرغلګرووژل شول

کابل/ د غويي٥ مه / باختر
دوه تنه يرغلګر په ننګرهارکې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول اويوبل يرغلګر ټپي شو.
دغه جګړه نن سهار په شيرزادو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې د طالبانوپه ډلې پورې تړلو يرغلګرو د افغان ځواکونو پر يوې پوستې يرغل وکړ.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي چې په دې جګړه کې دوه تنه يرغلګر ووژل شول اويوبل يرغلګرټپي شو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛دولس وسله وال طالبان په ننګرهارکې د هېواد د هوايي ځواکونوپه نويو بريدونوکې ووژل شول.
په دغووسله والوطالبآن تېره شپه د حصارک او د خوږياڼيو په ولسواليوکې بريدونه وشول، پوليس وايي په دغو وسله والوطالبانو هغه وخت بريد ونه وشول چې په ډآر اچوونکوفعاليتونوبوخت و.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو د ننګرهار په بېلابېلوسيموکې د ١٦ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومخه ونيوله.
د دغوماينونو د ښخولوپه اړوندڅوک نه دى نيول شوى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته