ټولنه

د انجيل ولسوالۍ خلکو د پرمختيايي پروژو د زياتوالي غوښتنه وکړه

هرات باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٥ :
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ خلکو د دغې ولسوالۍ په کچه د پرمختيايي پروژو د زياتوالي په خاطر د مسوولينو د پاملرنې غوښتنه  وکړه.
د انجيل ولسوالۍ يوشمېر مخورو، عالمانو او د ګذر وکيلانو له محمد جمعه عديل سره په کتنه کې د بهارستان د سړک د قيرکولو په کارکې د ځنډ، د فاضلاب له پلوه د دغو خلکو د ستونزو د زياتوالي او د کارته پله د جوړولو په کارکې د ستونزو له امله شکايت وکړ.
دوى د بېلابيلو ادارې او د امنيتي برخو له مسوولينو سره د همکارۍ د اعلام په ترڅ کې د ولايت له مقام څخه وغوښتل چې د دغې سيمې د ستونزو د حل کولو په خاطر لازم اقدامات وکړي.
له بله پلوه د هرات ولايت سرپرست د هرات ښاروالۍ او د انجيل ښاروالۍ مسوولينو او دغه راز د اقتصاد رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د دغې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو په لرې کولوکې اقدام وکړي چې دغو مسوولينو د انجيل ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته