سیاست

ايتاليا هم له افغانستان سره ستراتيژيکي تړون لاسليک کوي

٥٨ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

دبهرنيو چارو  دوزير ډاکتر زلمي رسول نن مازيګر دايتاليا ددفاع له وزير  اوله ملګري هيئت سره يې وکتل ،.

دباختر اطلاعاتي لاژانس ته دبهرنيو چارو وزارت  داطلاعاتو اوخپرونو مديريت دمعلوماتوله مخې :. 

په دې  کتنه کې ډاکتر زلمي رسول دايتاليا ددفاع دوزير په توګه دده دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله   اوافغانستان په بيا جوړولو کې  دايتاليا دمرستو او دغه ر از په  افغانستان کې  دامنيت دتامينو له په خاطر ددغه هيوا دسرتيرو دسرښندنوله  امله قدرداني وکړه.

ډاکتر زلمي رسول  ددواړو هيوادونو ترمنځ تاريخي اړيکو ته داشاري په ترڅ کې  په ايتاليا کې دافغانستان ددوو پخوانيو باچاهانو داستوګنې  غوره کول  دافغانستان او ايتاليا ترمنځ داړيکو دژورتيا څرگنده بيلګه وبلله .

دايتاليا ددفاع وزير افغانستان ته دسفر او ددغه هيواد په لويديځ کې له ايتالوي پوځيانوسره دکتنې له امله خوښي څرگنده کړه  او افغان ځواکونو ته  دامنيتي مسووليتونو دليږ دونې دبهير په اوږدو کې او د ٢٠١٥ تر ٢٠٢٥ لسيزي په بهيرکې يې  دخپل هيواد  ژمنه نوى کړه او ويي ويل  چې ايتاليا به  دهرات دهوايي ډگر  دپراختيايي پروژې په تطبيق سربيره په نورو برخو کې هم دافغانستان دملي اردو دافسرانو روزنې ته  دوام ورکړي .

 ده دخپلو خبرو په دوام وويل  دايتاليا خلک  دافغانستان خلک دوستان بولي او په دې پوهيږي  چې يو  خوندي اوسوله ييز افغانستان په ايتاليا کې دسولې او امنيت په  مانا هم دي .

 ډاکتر زلمي رسول له افغانستان سره داوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو دسند دلاسليک کولو لپاره دايتاليا ددولت دوړانديز هرکلي وکړ  دواړو لورو هيله وکړه   چې په نږدي راتلوونکي کې  ددغه سند پړاونه بشپړ اوددواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شي .

ديادونې وړ ده چې ددواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو دسند لومړي مسوده  نن  په کابل کې  دايتاليا دسفارت له خوا  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  په واک کې ورکړشوي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته