سیاست

دهېواد اجراييه رييس : تاسې د روښنايي او تورتم ترمنځ دجګړې په لومړى کرښه کې ياست .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دښوونکي دورځې په مناسبت  په رابعه بلخي ليسه کې دښوونکي دلوړ مقام دستاينې دپروګرام په ځانګړو مراسموکې ګډون وکړ
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهېواد اجراييه رييس چې درابعه بلخي ليسې دلسګونو تنوښوونکو او زده کوونکو په وړاندې خبرې کولې وويل دښوونځيو استادان  په سختو امنيتي او اقتصادي شرايطو کې يوه ډيره مهمه دنده په غاړه لري .
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل په افغانستان کې  دناپوهۍ  _ پوهې او دروښنايي  _ تورتم  ترمنځ جګړه روانه ده .
داسې ډلې شته چې دروښنايي  ، علم او پوهې د ډيوې  دوژنې په لټه کې دي .
دهېواد اجراييه رييس دښوونې او روزنې دچلنجونو او دافغانستان دحساسو شرايطو په بيانولو سره وويل دښوونځيو استادان ددې هېواد دبچيانو دروزنې لپاره دټولو سختيو په منلو  سره ددې هېواد بنسټ جوړوي .
ډاکتر عبدالله عبدالله ددغې ورځې له امله ټولو ښوونکو او دپوهنې سترې کورنۍ ته مبارکې وويله او يادونه يې وکړه چې افغانستان درامنځته شويو شرايطو  په دليل دپرمختګ له کاروان څخه پاتې شو خو دله لاسه وتلي وخت جبيره کول دښوونکو په هڅو پورې اړه لري .
دهېواد اجراييه رييس ښوونکو ته په خطاب کې څرګنده کړه دافغانستان دبياجوړولو، ثبات ، دپوهنې او پراختيا  دکچې دلوړولوپه باب  په ټولنه کې ستاسو کار اغيزمن دى .
ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګاروکړ دنړۍ په کچه  دښوونې اوروزنې څرنګوالۍ بدل شوى دى اوبايد دښوونځيو ښوونکى ورځني روزنيز چلندونه زدکړي حکومت دهغوى دظرفيت دلوړولو لپاره   دغه زمينه برابروي .
دهېواد اجراييه رييس وويل بايددښوونې او روزنې په نظام کې داسې نظام تعقيب شي چې زموږ دټولنې له شرايطو  او اړتياو سره سمون ولري .
ډاکتر عبدالله عبدالله  دښوونځيو ښوونکوته ډاډ ورکړ دملي وحدت حکومت مشرتوب  دپوهنې او دښوونې او روزنې دنظام په وړاندې دخپلو ژمنو په ترسره کولو کې جدي دى
دهېواد اجراييه رييس وويل حکومت دمعاشونو ، دځمکې په ويش او هغوى ته دځانګړو ښارګوټو دبرابرولو په برخو کې دښوونکو دستونزو  دلرې کولو په لټه کې دى  خو هيڅ مادي امتياز ستاسو ددرندې دندې ځاى نه شي نيولى .
ډاکتر عبدالله عبدالله دښوونکي په باره کې  يادونه وکړه هر څوک  په هره کچه کې که چيرې نړيوال برياليتوب اويا دنوبل جايزې  ته رسيدلى دى دهغه ښوونکي مديون دى چې دښوونځي  په لومړى ورځ يې  دهغه لاس ونيوه .
اجراييه رييس وويل بشرى لاس ته راوړنې دښوونکي دپرله پسې  هڅو او هاند نتيجه ده .
  ختم_ عطاالله _اکرم                                             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته