ټولنه

کرنې وزارت په پکتیا کې له نږدې ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه

 ګردیز/ د زمري ۲۵مه/باختر
کرنې وزات د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې له نږدې ۳۰۰ کورنیو سره د لږ لګښت نغریو مرسته وکړه.
د څه د پاسه ۳۷ زره ډالرو په لګښت دغه مرسته د ځنګلونو پرېکولو د مخنیوي او د لږ لګښت په موخه له ۲۹۵۵ کورنیو سره وشوه.
د پکتیا مرستیال والي  عبدالولي سهي وایې: دغه مرسته به د پاک چاپیریال د رامنځ ته کېدو سربیره د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي کې هم ګټوره ثابته شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته