ټولنه

د ملي اردو په قطعاتوکې د دهمزنګ د ځانمرګي بريد شهيدانو ته د قرانکريم ختم وشو

کابل باختر د زمري  اوومه :
د کابل ښار د دهمزنګ  د وروستۍ تروريستي پيښې د شهيدانو په درناوى د ملي دفاع وزارت د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو په کچه د سرتيرو، بريد ملانو او افسرانو له خوا د قرانکريم ختم وشو او د هېواد د شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه .
د قران عظيم الشان د ختم دمراسمو په بهيرکې دملي اردو دقطعاتو او جزوتامونو قوماندانانو په قصدي ډول د ملکي وګړو وژل يوستر جنايت او هغه يې د اسلام د مقدس دين د لارښوونو پرخلاف وبلل او د هېواد د دفاعي ځواکونو ميرنيو منسوبينو ته يې لارښوونه وکړه چې د هېواد د خلکو د سر او مال د دفاع په لاره کې له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي .
  د افغانستان ملي اردو د ډارنو تروريستانو د ځپلو په خاطر د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلې هلې ځلې زياتې کړې دي او په ختيځ زون کې د داعشيانو او د هېواد په شمال کې د نورو تروريستي ډلو د ځپلو او د هغوى د ځالو د منځه وړلو په لاره کې يې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
د ملي دفاع وزارت منسوبين د هېواد د خلکو د دفاع په خاطر د ډار اچوونکو په مقابل کې جنګيږي، خو تروريستان په قصدي ډول د افغانستان په بېګناه خلکو بريدونه کوي او هلې ځلې کوي چې د ځانمرګو بريدونو او نورو تروريستي عملونو په ترسره کولو سره د خلکو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو سبب شي .
د ملي دفاع وزارت يوځل بيا د شنبې د ورځې په مظاهروکې تروريستي بريد غندي او د الله ( ج ) له دربارڅخه شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د بيا روغتيا او د شهيدانو پاتې کسانو ته د جميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته