امنیت

درې تنه وسله وال طالبان او د داعش د ډلې پنځه تنه غړي د کاپيسا او ننګرهار په ولايتونوکې ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٦
د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په دوام درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په جنوبي او شمالي ساحوکې د ښه امنيت د تامينولو او د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغو سيمو تر بشپړ پاکولو په پورې د غبار- ٧ په نامه چاڼيز عمليات پيل شوي و چې په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د دولت درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يوولس تنه نوريې ټپيان شوي دي او د دغو عملياتو په بهيرکې د نغلو- تګاب لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستې ده .
د يوبل خبرله مخې:
د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون د امنيتي ځواکونو او د داعش له تروريستي ډلې سره نښته کې د داعش ډلې پنځه تنه غړي وژل شوي چې مړي يې د جګړې په ډګرکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته