نړۍ

الجزيرې دبيسوادۍ پرخلاف مبارزه کې جايزه وګټله .

الجزيره  باختر  د زمري  نهه ويشتمه :
  دالجزاير  حکومت دبيسوادۍ دله منځه وړلو  او دهغې دجرړې  دايستلو لپاره دزياتو  هلوځلو په دليل  سږ کال  دملګروملتو دسازمان د روزنيز علمي  اوفرهنګي سازمان يونسکو دبيسوادۍ پرخلاف  دمبارزې جايزه وګتله .
  دالحيات ورځپاڼې دخبري سايټ دخبر له مخې،  يونسکو دخپل روان کال له بيسوادۍ سره دمبارزې  جايزه دالجزاير داقرا ټولنې ته  ورکوي .
الحيات زياته کړه: دغې ټولنې  دبيسوادۍ  پرخلاف  دمبارزې  لپاره زياته هڅه  کړې او په اقداماتو سره يې  په الجزاير کې بيسوادى  بيخي کمه شوې ده .
ټاکل شوې ده يونسکو  دروان کال  دوږي  دمياشتې په اوولسمه نيټه چې له بيسوادى سره دمبارزې  نړيواله ورځ  ده دبنګله ديش  په پايتخت  ډاکه کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې  له مډال او ستاين ليک  سره يوځاى شل زره ډالره الجزيرې   مقاماتو ته ورکړي .
  له بلې خوا  دالجزاير  داقرا  ټولنې  رييسه  عايشه بارکي ددغې ټولنې دفعاليتونو په څيړنې  باندې په ټينګار سره وويل موږ هڅه کوو چې  تر ٢٠١٥ کال پورې  په الجزاير کې دبي سوادۍ  کچه په سلو کې ١٤ ټيټه کړو .
ده زياته کړه اوس دالجزاير  په سلوکې اتلس تنه  بيسواده  دي. الجزاير  داقريقا  دوچې په شمال کې  يو هيواد  دى چې دمراکش  او تونس ترمنځ موقعيت لري او پايتخت يې الجزيره دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته