ټولنه

د ټاکنو د تیاریو په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥
د ټاکنو د تیاریو په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې تير ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو ، د مرسته کوونکو هېوادونو د سفیرانو او استازو په ګډون مشورتي غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې پر جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال، اجرائیه رئیس او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو او د معلوماتي ټکنالوژي کمپنۍ رئیس چې د ټاکنو په  برخه کې فعالیت لري حضور درلود.
په پیل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کمپنۍ رئیس مارک براون د ټاکنو او رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه د ویاړ ځای دی چې افغانستان ته راغلی یم او د ټاکنو په اړه مشوره ورکوم. زموږ کمپنۍ له ۱۹۸۱ کال راهیسې په ټاکنو کې دخیله ده او په نړۍ کې د شفافیت د تامین او ولسواکۍ لپاره کار کوي.
مارک براون وویل زموږ د کمپنۍ موخه د شفافو ټاکنو بریالیتوب دی او په دې برخه کې په بېلابېلو هېوادونو له هغې جملې څخه فلپین، لاتین امریکااو د افغانستان په څېر ټولو هېوادونو کې تجربه لرو.
براون څرګنده کړه چې نوې ټکنالوژي له افغانستان سره د ټاکنو د شفافیت او د لګښت د کمولو په برخه کې مرسته کوي. هغه څرګنده کړه دغوو هېوادونو کې د دې ټکنالوژۍ کارولو د خلکو د باور، ګډون او د ټاکنو د لګښت کمولو کې ښې پایلې لرلې.
همدارنګه ده وویل، زموږ سیستم د نړۍ پنځو وچو کې ازمایل شوی او په همدې دلیل د ټاکنو کمیسیون او افغانستان حکومت سره د شفافو ټاکنو په برخه کې مرسته کوو.
په دې ناسته کې ګډون کوونکو د یادې ټکنالوژۍ د کارولو په برخه کې خپلې پوښتنې مطرح کړې او مارک براون د هغوی پوښټنې ځواب کړې.
وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس نجیب الله احمدزي خبرې وکړې وې ویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به له دې نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې په برخه کې خپل مطالعات او مشورې پیل کړي. 
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د ټاکنو په شفافیت د ټینګار په ترڅ کې یې هغه مهم عنصر وباله.
جمهور رئیس غني د دې په ترڅ کې چې د ښاغلي مارک براون له هراړخیزو معلومات یې مننه وکړه وې ویل، افغانستان له دغه ډول ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنې ته تیار دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک ښې او شفافې ټاکنې غواړي او حکومت هم د ټاکنو په شفافیت او په ۱۳۹۶لمریز کال کې  د هغوپه ترسره کولو ټینګار لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته