ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
په کندز ولايت کې پرون بيا هم له څه دپاسه اووه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه دکندز والي اسد الله عمر خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو مرستو کې خوراکى توکي او لګښتي مالونه شته چې له څو ورځو راپه دې خوا له طبيعي پيشو سره دمبارزې دملي ادارې د مرستندويو موسسو په همکارۍ ترسره شوې دي .
عمرخيل زياته کړه : په کندز کې دتندر دعملياتو په پيل سره دعملياتو تر پوښښ لاندې سيمو کې دملکي وګړو دسر دزيان دمخنيوي په خاطر دغه اوسيدونکي خوندي سيموته ليږدول شوي دي او په دغو سيمو کې له هغوى سره زياتې مرستې ترسره شوې دي دکندز والي زياته کړه : تراوسه پورې څه دپاسه اووه سوه کورنۍ چې په ابدان دښته کې دکندز په پوهنتون کې ځاى پرځاى شوي دي سروى شوي دي خو دکندز په نورو سيمو کې دسروې کار دوام لري او اټکل کيږي دبې ځايه شويو کورنيو شمير دوه زروته ورسيږي .
دکندز له پيښو سره دمبارزې د ادارې رييس مير آقا اعتبار وايي سرله سبا څخه دخوراکي توکو او لګښتي مالونو په ګډون په کندز پوهنتون او نورو سيمو کې په بې ځايه شويو کورنيو دمرستو منظم بهير پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته