سیاست

جمهورريیس غني: د کرونا ویروس احتمالي خپرېدو د مخنیوي او مهارولو په خاطر دې ځانګړی عملیاتي پلان جوړ شي

کابل/ د کب ٢٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره د کرونا ویروس د احمتالي خپریدو د مخینوي په اړه غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ جمهور ريیس غني ته د کرونا ویروس د احتمالي خپریدو د مخینوي په اړه د خپلو برنامو، پلانونو او تدابېرو  بشپړ راپور وړاندې کړ.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو د ایجاد په اړه جمهور ريیس غني ته تفصلي معلومات ورکړل، دغه راز یې  په راتلونکي کې خلکو ته د جامع او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپل وړاندېزونه هم شریک کړل.
د عامې روغتیا وزیر څرګنده کړه، د یاد وزارت معینه او کاري ټیم له څو ورځو راهیسې په هرات کې دي، ترڅو په دغه ولایت کې وضعیت له نږدې وڅاري او هڅه کوي د کرونا ویروس داحتمالي خپریدو د مخینوي په اړه روغتیایي خدمتونه لا چټک او ګړندي شي.
جمهور ريیس غني د عامې روغتیا وزیر د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته وویل: د هرات لپاره باید لا نور  اقدامات وشي، هرات ته د کرونا ویروس د احتمالي خپرېدو د مخنیوي، مهارولو او بېلابېلو لورو سره د مقابلې په خاطر  یو لړ عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده چې حکومت د دغه کار لپاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ تخصیص کړي دي.
جمهور ريیس اړوندو ارګانونو ته د دغو تخصیص شویو پیسو د دقیقې څارنې او کنټرول په خاطر د عالي شورا د ایجاد لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور ريیس څرګنده کړه، د کرونا ویروس احتمالي خپرېدو د مخنیوي او مهارولو په خاطر دې ځانګړی عملیاتي پلان جوړ او د هرې احتمالي مرحلې لپاره باید ځانګړی تیاری شتون ولري.
همدا راز دې اقتصادي زيانونه څرګند او د کرونا تشخیص  ته دې نه یوازې په ښارونو، بلکې له ښارونو بهر هم پاملرنه و شي.
جمهور ريیس وویل: بشري قوې ته دې زیاته پاملرنه وشي، کدرونه دې وروزل شي او ولس ته دې د عامه پوهاي په برخه کې زیات کار وشي.
د هېواد جمهور ريیس څرګنده کړه، لویه ستونزه په هېواد کې د بې کیفیته درملو شتون دی او د عامې روغتیا وزارت باید دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. جمهور ريیس د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ټولو دولتي او نادولتي روغتونو وضعیت وڅېړي او بېلابېلې ستونزې یې تشخیص کړي.
جمهور ريیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: د روغتیایي برنامو لپاره دې عملیاتي پلان جوړ شي او هره شېبه چې اړتیا وي  دعاجلو اقداماتو په برخه کې دې د عامې روغتیا وزیر له جمهور ريیس سره په اړیکه کې شي، ترڅو بيړني اقدامات ترسره او اجراات ګړندي شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته