ټولنه

دبې ځايه شويوکسانو دستونزو په لرې کولو باندې ټينګار وشو .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دمهاجرينو دراستوولو دچارووزيرسيد حسين عالمي بلخي تير ماښام دافغانستان لپاره دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له نوې رييسې ميرمن مايا امره تونګه سره وکتل .
په دې کتنه کې دواړو لورو په پاکستان کې دافغان مهاجرينودستونزو دلرې کولو ، په خپله خوښه دافغان مهاجرينو د راستنولو او په هيوادکې دهغوى دبيا ميشت کولو لپاره دشرايطو  دبرابرولو او دداخلي بې ځايه شويوکسانو دستونزو دڅيړنې په باب خبرې وکړې  او ميرمن مايا په  دې برخه کې  ددغه سازمان دهمکارۍ ژمنه وکړه .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دخپرونو رييس اسلام الدين جرئت  باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې سيد حسين عالمي بلخى  دغه راز دافغانستان  ، پاکستان او دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ  ددرې اړخيزې کميټې دڅلور ويشتمې  غونډې چې په نږدې  راتلوونکې کې دپاکستان په کوربه توب جوړيږي  يادونه وکړه  او ويې ويل چې په دې غونډه کې به دمهاجرينو په اړوند دسيمه ئيز ستراتيژي په باب خبرې وشي او دهيواد په دننه کې  دهغې تطبيق به ددغه وزارت  کاري لومړيتوب وي .
دغه راز  ديو- ان- اچ –سي- ار نوي رييسې  ميرمن مايا څرګنده کړه چې په افغانستان کې دملي وحدت دحکومت په جوړيدو سره  دهمکاريو  نوي پړاو پيل شوى دى او دغه اداره هڅه او هاند کوي چې په ټولو برخو کې دافغانستان په دننه او بهر کې د مهاجرينودراستنولو دچارو له وزارت سره ښه همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته