کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دهرات دپوليسو مسولينو دغوريانو ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې د پراخو بدلونونو خبرورکوي.
دخبرونو له مخې : دغوريانو ولسوالۍ دامنيه قوماندان په ګډون ددغې ولسوالۍ د تروريزم پرخلاف دمبارزې ،استخباراتو او دتوقيف خونې امرين پرون له دندې ګوښه شول.
دهرات ولايت دپوليسويو مسول باختر آژانس ته وويل : به غوريانو ولسوالۍ کې په امنيتي چارو کې بې پروايي او دنا امنيو زياتوالى د پوليسو ددغو مسولينو دګوښه کيدو علت دى .
ويل کيږي چې سمونوال غلام سخي حسيني ددغې ولسوالۍ دامنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ