ټولنه

د پغمان قشنګ ښوونځي په مرکزکې ښځو له نارينه و زياتې راى کارولې دي

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د پغمان قشنګ ښوونځي د راى ورکولو په  مرکزکې د ښځو ګډون له نارينه و زيات دى.
په دغه مرکز کې تر اوسه څه دپاسه ٤٠٠ تنو خپلې راى کارولې دي.
د دغه مرکز د ښځو برخې مسوولې مېرمن مرضيې سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه مرکز کې د راى ورکولو اته محلونه شته چې درې محل يې ښځوته ځانګړي شوي دي او تر نن غرمې پورې ٢٦٠ ښځو او ١٤٦نارينه و خپلې رايې کارولې دي.
هغه د ګوتې لګولو په دستګاه کې د يوشمېر راى ورکوونکو د نومونو د حذف د ستونزې يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه موضوع د راى ورکوونکو د لالهاندۍ سبب شوې ده.
پاى  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته