سیاست

خليلزاد : امريکا به خپل متحدان په افغانستان کې يوازې پرې نږدي

 آزادۍراډيو/دغبرګولي دمياشتې ١٦نيټه :
دافغانستان دسولې لپاره دامريکا دبهرنيوچارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل  ؛ چې امريکايي ځواکونه به خپل متحدان په افغانستان کې يوازې پرې نږدي.
خليلزاد دغه ژمنه د ناټو له عمومي  منشي ينس ستولتنبرک او ناټو له يو شمير نورو مشرانو سره پرون په بروکسل کې  ديوې غوڼدې پرمهال وکړه .
تردې ليدنې کتنې وروسته خليلزاد پرټويټر وليکل چې موږافغانستان ته يوځاى تللي يو او که ترې وځو يوځاى به وځو.                                                               خليلزاد تراوسه له طالبانو سره شپږ ځلې دتړلو دروازو ترشا په قطر کې ليدلي دي   او دا پنځم ځل دى چې دى دناټو مشرانو له دې خبرو خبروي.
پا ى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته