امنیت

غوره ځوانان دولايتونو دامنيه قوماندانيو دملکي معاونيتونو په پستونوکې جذبيزي .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
پنځه  سوه تنو زده کړې  خاوندو ځوانانو  نن په هغې ازموينه کې برخه واخيسته  چې دکورنيو چارو وزارت له خوا دهېواد د ٣٤ ولايتونو دامنيه قوماندانيو دملکي معاونيتونو په بستونوکې دشموليت لپاره واخيستل شوه .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي  دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ:
په هغې  غونډه کې چې له همدې امله په دغه وزارت کې وشوه دکورنيو چارو وزارت تاميناتي معين مرتضي رحيمي  خبرې وکړې او په غوره سالاري  يې  ټينګار وکړ ويې ويل دهېواد د ٣٤ ولايتونو دامنيه قوماندانيو دملکي  معاونيتونو په پستونوکې په کار پوهو او دغوره ځوانانو دجذبولو په  موخه دغه ازموينه واخيستل شوه .
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت دپلټنې لوى رييس پاسوال عبدالضيا کوهستاني ددغې ازموينې په شفافيت ټينګار وکړ او په ډاګه يې کړه ددغې ازموينې  له لارې  غوره  پوه اومسلکي ځوانان چې لوړې نمرې  واخلي دهېواد دولايتونو دامنيه قوماندانيو دملکي معاونيتونو  په پستونوکې  جذبيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته