ښوونه او روزنه

په دايکنډي کې دکانکور ازموينه پيل شوه .

کابل باختر دثور  دولسمه :
دهېوادپه پوهنتونونواودلوړوزده کړوپه موسسوکې دشموليت په مقصدله دولسم ټولکي څخه دڅه ناڅه زروتنو فارغانو دکانکور دازموينې  بهير نن په دايکنډي  ولايت کې  پيل شو .
ددايکنډي ولايت دلوړو زده کړو دموسسې سرپرست کوثري باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو  دليسو څلور زره فارغو نجونو او هلکانو څخه دنيلي ښار په ورزشي لوبغالي کې په دوو ورځو کې دکانکور ازموينه اخستل کېږي .
په دې ازموينه کې چې ددغه ولايت  ملکي اوپوځي مسوولانو او دلوړو زده کړو وزارت استول شوي هيئت شتون درلود.
ددايکنډي ولايت سرپرست محمد علي روزګاني په دغه ولايت کې دکانکور دازموينې په بهير کې په شفافيت او دنه لاسوهنې  باندې ټينګار وکړ او له ګډون کوونکو څخه يې وغوښتل  چې  دازموينې په بهيرکې  نظم رعايت کړي چې په دايکنډي کې د يوې شفافې  ازموينې شاهدان واوسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته