امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه :
ديارلس تنه ډار اچوونکي پرون دغزني ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول .
  د غزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د غزني ولايت په مرکز او د اندړو، ګيلان، ناوې او جغتو د ولسواليو په مربوطاتوکې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړو په بهيرکې وووژل شول .
  ده زياته کړه: په دې جګړوکې دوه تنه نور ډار اچوونکي او درې تنه افغان پوځيان  ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته