امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې ووژل شول

کابل باخترد تلې دمياشتې ٩ :
اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د وروستيو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه   جګړې  نن سهار دډيورند   کرښې ته څيرمه هغه  وخت ونښتې چې يوې
ډلې وسله والو طالبانو دسرحدي پوليسو په يوې قرارګاه بريد وکړ.
دافغانستان  دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دغو جګړو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل : چې  يرغلګرو  دډيورند له  کرښې  اخوا څخه  دسرحدي پوليسو  په يوې قرارګاه بريد وکړ .
ويل کيږي چي  په دغو نښتو کې  سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت  دډيورند له کرښې سره  ددرې سوه شلو کيلومترو په اوږدوالي دګډې پولې په لرلو سره تل  دوسله والو طالبانو په  گډون دتروريستي ډلو دشتون اوفعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته