ټولنه

د نورالجهاد برښناکوټ د جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٩ نيټه :                                                           د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر آمان الله غالب د هرات ولایت د نورالجهاد د ۲۰/۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټ برښناکوټ د جوړولو تړون د (China Energy Engineering  Group xingjing Electric power Desighn Co LTD) چینایی کمپنیۍ له مشر سره د افغانستان برښنا شرکت په مرکزي دفتر کې لاسلیک کړ.
په دې پروژه کې د ۲۰/۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ لپاره چې د ۱۰۰ )۵۰×۲) میګاولټ آمپیر په ظرفیت جوړیږي، د وسایلو چمتوکول، دیزاین، نصب ، ټیسټ او مونتاژ شامل دي.
دغه پروژه اته میلیونه او څلور سوه نهه اتیا زره او درې سوه پینځه شپیته (۳۶۵,۴۸۹,۸)  امریکایي ډالره ارزښت لري، چې لګښت یې د افغانستان برښنا شرکت له بودجي څخه ورکول کیږي.
دغه پروژه به د عملي چارو له پیلیدو وروسته د پنځلسو میاشتو په بهير کې بشپړه شي، چې ورسره به د هرات ۱۴ ګونو ښارې ناحیو د برښنا انرژۍ ستونزې هوارې او په راتلونکي کې به د انجیل، ګذرې، ګلران او رباط سنګې ولسوالیو لپاره برښنا برابره کړي.
د دغه برښنا کوټ د کار په بشپړیدو سره به د ۸۰ زره پیرودنکو د برښنا د ټیټ ولتاژ ستونزي حل او ۲۰ زره پیرودونکي به له نوي برښنا انرژۍ څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا رسولو د پراختیا په برخه
کې ددغه ډول پروژې د تړون لاسلیکول د افغانستان برښنا شرکت د موخو د ټینګښت لپاره دی.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته