امنیت

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو

کابلباختر د اسد٢٦
په فراه ولايت کې د يوځانمرګى بريد له امله د سيمه ييزو پوليسو ديو قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاو خواکې د هرات _ قندهار د لوى لارې د يو قوماندان ضابط جليل په رو غتيايي کلينيک کې چې په فراه رود ولسوالۍ کې دى؛ را منځته شوه.
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې د فراه رود ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو دقوماندان معلم عوض په ګډون درې تنه ووژل شول.
ده په دې پيښه کې د دريو تنو نورو ټپي کيدل هم تا ئيدکړل.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ځانمرګي يرغلګر د ضابط جليل دکلينيک له دروازې څخه په تيريدو سره ځان د فراه رود ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان معلم عوض ته ورساوه اوځان يې وچاوه.
په همدې حال کې موظفو ډاکترانو ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته