کابل باختر د چنګاښ شپږ ويشتمه :
ددولت يوه لس کسيزه ډله وسله وال مخالفين چې په بادغيس ولايت کې په تروريستي او ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو نن دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دبادغيس ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل :دغې ډلې چې دملا عبدل په مشرۍ له لسو تنو افرادو سره يې په دغه ولايت کې په تروريستي او ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و له مخالفت څخه لاس واخسته او له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ