امنیت

دبلخ ولايت دشورتيپې ولسوالۍ دپوليسو مسوول په يوه چاودنه کې ووژل شو

کابل باختر دتلي  شلمه
  دبلخ ولايت دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دې  پيښه کې دده يو ساتوکې هم وژل شوي دي اوڅه ناڅه پنځه تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي .
دغه چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دسمونوال محمد يوسف زماني  دسپرلۍ موټر  د پس عرق سيمې ته څيرمه په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي شيرجان دراني  باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان له ساتونکې سره يې ووژل شو او دپوليسو پنځه تنه نور مامورين ټپيان شول .
  ددراني دڅرګندونول ه مخې دپوليسو دغه قوماندان په يوه قومي غونډه کې دګډون لپاره پس عرق سيمي ته روان و چې په لاره کې چاودنه وشوه او ووژل شو  ده وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول وبلل .
په همدي حال کې په بلخ کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو د پيښې ددوو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته