امنیت

په هرات کې دامنيت دتامينولو په کار کې دميړانې او زړورتيا ستاينه

دهرات ښار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
دامنيت دتامينولو او له ډار اچوونې سره دمبارزې په کار کې دملي اردو دمنسوبينو ميړانه وستايل شوه.
دهرات ولايت جګپوړو ملکي او نظامي  مسوولينو په پوځي روغتون کې  دامنيتي  او دفاعي ځواکونو د ټپيانو داحوالو  دپوښتنې په ترڅ کې  دافغانستان دخلکو ددښمنانوپه وړاندې   دهغوى  ميړانې وستايلې .
دهرات ولايت  دمقام سرپرست  جنرال محمدجمعه عديل  او يوشمير  جګپوړو امنيتي  مسوولينو ددغې کتنې په بهيرکې  بسترو ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه.
له بلې خوا دظفر  قول اردو قوماندان  جنرال محمدناصرهدايت  دنيکمرغه  کوچني اختر له امله  دهرات خلکو ته مبارکي وويله  او دهيواد دملي نواميسو ددفاع په خاطر يې  دوسله وال پوځ  دمنسوبينو دتياري ډاډ ورکړ.
دظفر قول اردو په پوځي روغتون کې کابو پنځوس تنه ټپي امنيتي او دفاعي ځواکونه او ملکي وګړي بستر او تر درملنې لاندې دي.
له بلې خوا دظفر قول اردو په روغتون کې ډاکتران وايي چې  دناروغانو اوټپيانو دعلاج او درملنې په لاره کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته