امنیت

دکندز دساحوي زده کړې له مرکز څخه دسيمه ئيزو پوليسو دشپږ څلويښتو امني ساتمنو فراغت

کابل باختر د سلواغې   نهمه :
په کندز ولايت کې نن دساحوي زده کړې له مرکز  څخه دسيمه ئيزو پوليسو شپږ څلويښت تنه امني ساتمنان دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دکندز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالحميد حميدي دباختراژانس خبريال ته وويل : پوليس دامن او  دعامه نظم  دتامينولو په توګه دي او ده دپوليسو ددندو په اجرا کولو او دقانون په تطبقولو کې دښوونې او روزنې رول مهم وباله او له محصلينو څخه وغوښتل  هغه څه چې په ټولګي کې ښوونه او روزنه  زده کړې  ده خلکو ته دخدمت په لاره کې  عملي کړي .
ديادونې وړ ده چې دغه ساتنمنان په شپږو مياشتو کې زده کړې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته