امنیت

دناپيژاند وسله والو کسانو له خوا دهرات ښار ديو قومي مشر ترور .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
يوه ميرمن اوميړه  وړمه شپه  په هرات ښار کې  دناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو ډزو کې دسياه خان  چودنګر مشهور احمدسعيد له خپلې ميرمنې  سره  ووژل شو او پيغلوټې لور يې سخته ټپى شو .
په هرات کې امنيتي مقاماتو ويلي دي چې سياه خان چودنګر  وړمه ماښام  خپل کور ته روان و  چې  د جکان په سيمه کې دناپيژاندو وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې .
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند عبدالروف احمدي  ددغه خبر په تاييدولو سره  باختراژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې  سياه خان چودنګر  له خپلې ميرمنې سره ووژل شو او پيغلوټي لور يې  ټپى  شوه .
داحمدي دڅرګندونو له مخې،  وسله وال کسان  له دغې پيښې وروسته  له سيمې څخه وتښتيدل .
ده زياته کړه  لاتراوسه پورې  ددغه تروريستي بريد انګيزه معلومه نه ده خو  ديرغلګرو دنيولو لپاره  دپوليسو تحقيقات  پيل شوي دي .
په همدې حال کې  دهرات  دحوزوي روغتون وياند  محمد رفيق  شيرزي  وويل  چې  وړمه ماښام په شپږو بجو په سياه خان چودنګر احمد سعيد او دهغه  دميرمنې  مړي  روغتون ته  وليږدول شول .
دشيرزي دڅرګندونوله مخې  داحمد سعيد  لور هم ټپى شوى دى  چې همدااوس په روغتون کې بستره ده .
  تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستي.
حاجي احمد سعيد يو پخوانۍ جهادي قوماندان و .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته