خبرونهامنیتفرهنګ

د بلخ پوليسو د خبريالانو او رسنيو د امنيت پر تامينولو ټينګار وکړ

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په بلخ کې په يوه غونډه کې د خبريالانو، رسنيو او پوليسو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وشو.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل: په دې غونډه کې چې پرون د امنيې قوماندانۍ، خبريالانو او رسانه يي مسوولينو په ګډون په مزارشريف ښار کې جوړه شوه؛ د بلخ امنيه قوماندان سمونوال سيد معراج الدين سادات د بلخ د امنيې قوماندانۍ، خبريالانو او د رسنيو د مسوولينو ترمنځ د نږدې اړيکو يادونه وکړه او د اطلاع رسونې او د رسنيو او خبريالانو د امنيت او خونديتوب په تامينولو کې پر هلوځلو او همغږۍ ټينګار وکړ.
د بلخ امنيه قوماندان پوليس د خلکو خدمتګار وباله او زياته يې کړه چې ټولې امنيتي حوزې د دغه ولايت د خلکو د امنيت پر تامينولو مکلفې دي.
په دې غونډه کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي خبريالانو ته د اطلاع رسونې په کار کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
کريمي له خبريالانو څخه وغوښتل؛ د هغه امنيتي تړون په تطبیق کې چې په دغه ولايت کې عملي کېږي، همکاري وکړي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته