امنیت

په ترکيه کې د سوريې د کډوالو شمېر يو مليونو ٦٠٠ زرو تنو ته ورسيد

دمشق – يورونيوز – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په ترکيه کې د سوريې د کډوالو رښتينى شمېر نږدې يو مليونو ٦٠٠ زرو تنو ته ورسيد.
باختر آژانس د يورو نيوز د خبري شبکې د انترنتي سايت له خولې خبر راکړ: په بشري چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي مرستيال (والري اموس) پرون د سوريې په پوله کې د ترکيې په سرحدي ښار (سروچ) کې د سوريې د کډوالو د يوه کمپ د کتنې په بهيرکې وويل: د سوريې د بحران په لومړيوڅلوروکلونوکې ٩٠٠ زره تنه د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.
ده زياته کړه: واقعيت دا دى چې په ترکيه کې د سوريې د کډوالو شمېر نږدې يو مليونو ٦٠٠ زروته رسيدلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتو د سازمان له اټکل سره سم يوازې ٧٠٠ تنه د سوريې په سرحدي ښارکوباني کې پاتې شوي دي او د کوباني زياتره اوسيدونکي په ترکيه کې د کډوالو په کمپونوکې شپې سبا کوي .
د شنبې په ورځ په کوباني ښارکې د ډزو په بهيرکې د هاوان ماينونه د ترکيې په خاوره کې ولګيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته