سیاست

دپروان دولايتي شورايوغړى : دښمن نه شي کولاي په سالنګ کې ځاى پيداکړي

کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :

په داسي حال کې چې دپروان ولايت  دسالنګ ولسوالۍ يواوسيدونکى دکورنيو چاروپه وزارت کې ددووتنوامريکايي سلاکارانوپه وژنې تورن شوى دى ددغه ولايت  دولايتي شورايو غړى وايې طالبان نه شي کولاي  دسالنګ دخلکو ترمنځ ځاى پيدا کړې .

دپروان دولايتي شوراغړى محمدظاهرسالنګي وايي دوي نه شي کولاي دا ومنې  چې دسالنګ يو اوسيدونکى داسي کار وکړي چې دطالبانو ډله خوشحاله کړي .

داستونزمنه ده طالبانوچې دسالنګ له خلکو څخه يې زياتي ماتي خوړلي دي وکړاي شي زموږ دخلکو ترمنځ ګوډاګيان ولري .

محمدظاهرسالنګي چې دباختراژانس له خبريال سره يي خبرې کولي وويل  دوي  دامنيتي موظفينو ترمنځ تحقيق کوي   چې څرنګه دسالنګ يو اوسيدونکى عبدالصبور وکولاي شول  چې دوه تنه امريکايې سلاکاران ووژنې .

دپروان  دولايتي شورا ددغه غړې دڅرګندونوله مخې عبدالصبور چې ويل کيږي   دوه امريکايان يې وژلي  دي له ماشومتوب څخه ډير سرتمبه و او دهغو داختلافونوله امله چې له خپلي کورنۍ سره يي لرل پاکستان ته لاړ او څه موده يې ددغه هيوادپه مدرسوکې زده کړه او دقرآن عظيم الشان  اته سپاري  يې حفظ کړي  خوکله چې بيا له خپلي کورنۍ سره يوځاى شو دديني مناسکو په ترسره کولو کې  دومره فعاله نه و اودقرآن عظيم الشان  دسوځولو په وړاندې يي  هم له چاسره خبرې نه کولي   اوله دې امله  چې دسالنګ اوسيدونکى عبدالصبور دوه تنه امريکايي سلاکاران وژنې  دغه خبري دوي ته خواښينوونکي دي  خو دوي دغه کار تعقيبوي.

محمدظاهر سالنګي وايي چې دوي به په جدي توګه دغه مسئله وڅيړي خودغه ټکي څرگنددي چې بايد فکر ونه شي چې طالبان په سالنګ کې چيرته چې دمقاومت په دوران کې  زيات تلفات زغملي دي نفوذ ولري .

بايد ووايو  عبدالصبور  چې دکورنيو چارو په وزارت کې دپوليسو يو ټيټ رتبه  منسوب دي  چې د تيري شنبې په ورځ يې په کورنيو چارو وزارت  کې يې ددوو تنوامريکايانو دوژنې تور ورباندې لگول شوي دي.

دکورنيو چارو وزارت مقامات عبدالصبور دقضيي دلومړۍ درجه مشکوک په توګه يادوي اوس دعبدالصبور عکس په سالنگ ، جبل السراج اودکابل په ځينوسيمو کې لګول شوي دي   چې خلک دده په نيولو کې مرسته وکړي. چې  ددغه  کار په ترسره کولو کې سالنګيان هم ژمن دي   .

عبدالصبور دپوليسو حرفوي  زده کړې نه لري  او دي کله چې محمدحنيف اتمر  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير و داجير په توکه استخدام شو اوله هغه سره يوځاى دپوهنې وزارت او کله چې حنيف اتمردکورنيو چارو وزيرشو عبدالصبورهم دهغو کسانوپه ډله کې و چي ښاغلي اتمرهغوي دپوهنې  له وزارت څخه دکورنيو چارو وزارت ته  راوستي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته