نړۍ

هندوستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سفر

واشنګتن   اکسپرس تربيون  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري په ٢٠١٥ ميلادي کال کې   په خپل لومړني بهرني سفرکې هند ته روان شو.
دا  په تيرو شپږو مياشتو کې  هندوستان ته دجان کري دويم سفر دى او دواړه هېوادونه له امريکا څخه  د يو هندي  ديپلومات  له ايستلو وروسته  دخپلو اړيکو دښه والي لپاره هڅه او هاند کوي .
د امريکا دبهرنيو چارو وزير په دې سفرکې دغه راز هند ته دامريکا د جمهور رييس بارک اوباما دسفر لپاره زمينه برابروي.
ټاکل شوې ده اوباما د روان کال  د سلواغې دمياشتې  په لومړيو وختوکې  او دهند  دملي ورځې  له جشنونو سره  جوخت نوي ډيلي ته سفروکړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير به هندته له سفر وروسته لومړى ژنيو او وروسته بلغاريا ته لاړشي .
دى  پرون مازيګر نوي ډيلې ته دسفر لپاره له واشنګټن څخه روان شو او ټاکل شوې ده دهند په احمدآباد ښارکې دګجرات په نامه دنړيوالې  پانګونې په غونډه کې وينا وکړي او د دغې غونډې مشرتوب به دهند صدراعظم نارندرا مودي په  غاړه ولري .
دهند او امريکا د همدغې دوه اړخيزې معاملې له مخې: اوس  د دواړو هېوادونو ترمنځ دمعاملې کچه سلو ملياردو ډالرو ته رسيږي او دواړه هېوادونه غواړي چې خپلې تجارتي معاملې ٥٠٠ مليارده  ډالرو ته ورسوي.
د يادونې وړ ده چې د امريکا حکومت تيرکال  په نيويارک کې د هند دسرقونسل مرستياله  ميرمن  دوياني خوبرا ګادي خپل خدمتګار ته د ويزې د ترلاسه کولو په لاره کې د تقلب په تور له امريکا څخه و ايستله  او د هند حکومت هم دامريکا ددغه اقدام په غبرګون کې په نوي ډيلي کې دامريکا له سفارت څخه د يو رسمي مقام  د ايستلو غوښتنه وکړه چې د دغو مسئلو  رامنځته کيدل  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو  د ترينګلتيا سبب شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته