ټولنه

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دحج او اوقافو وزارت  خبرتيا
دکابل ښاردناحيو دبيت الله شريف دحج ټولو غوښتوونکو ته چې په ١٣٩٢ کال  اوراتلوونکې کلوونو کې دحج دفريضي داداکولو هيله لري اوپه تيرو پرړاونو کې له نوم ليکنې څخه پاتي و خبر ورکول کېږي  چې دنوم ليکنې  او دلومړۍ قسط دتحويلولو په مقصد دې  له تذکري اوتذکري له دوو فوتوکاپيو اوپه  ٣در٤   له شپاړلسو عسکونو او زرو ډالرو اودهغه  معادل افغانيوسره دسلواغي  دمياشتې ترشلمې نيټې پوري  دکابل په نوى ښارکې دفيض محمدخان په څلور لاري کې  دحج او زيارت رياست ته ورشي .
ديادونې وړ ده چې دولسواليو حاجيان دکابل داوقافورياست اودنورو ولايتونو دتابيعيت له تذکري له مخې خپلو ولايتونو ته مراجعه وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته