سیاست

په کابل کې دکوريا له سفير سره دبهرنيو چارو دوزير کتنه .

کابل باختر دوري پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې  دکوريا جمهوريت له سفير چين کي هون سره په کتنه کې له افغانستان سره ددغه هېواد دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې لومړى په کابل کې  دکوريا جمهوريت سفير په بيلابيلو برخوکې له افغانستان سره ددغه هېواد دهمکاريو په يادونې سره ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به په بيلابيلو برخو په تيره بيا داقتصادي ودې او پراختيا په برخوکې له افغانستان سره دخپلو تجربو شريکولو ته وام ورکړي .
  ده زياته کړه چې دنوي کلي دحرکت او دځنګلونو په احيا کولو کې ددغه هېواد دتجربو تر عنوان لاندې  دکوريا دکليودپرمختيا له پروګرام سره دافغانستان داسلامي  جمهوريت ليوالتيا ته په پاملرنې سره به دځنګلونو په برخه کې يوه ډله کوريايي ماهران په نږدې راتلوونکې کې افغانستان ته سفر وکړي چې د افغانستان دځنګلونو داحيا کولو دطرحې دبرابرولو لپاره له افغاني ماهرانو سره همکاري وکړي .
  وروسته دبهرنيو چارو وزير دامنيت ، روغتيا ، ښوونې او روزنې  لوړو  زده کړو او دظرفيتونو دلوړولو په برخو کې دکوريا جمهوريت دارزښتناکو همکاريو له امله قدرداني وکړه .
  دبهرنيو چارو وزير دغه راز په بيلابيلو برخو په تيره بيا دطبيعي علومو اوتکنالوژي په برخوکې افغان محصلانوته دکوريا جمهوريت تحصيلي بورسونه ګټور او ارزښتناک وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته