امنیت

درې تنه ځانمرګي يرغلګر په ډير لنډ ممکن وخت کې په سروبي کې وځپل شول

 کابل باختر دکب دويمه :
  هغه ځانمرګي يرغلګر چې نن سهاريې دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ بريدکړى و؛ وځپل شول .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر د باخترآژانس خبريال ته وويل: نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې لومړى يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د سروبي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د دروازې په وړاندې  وچاوه او وروسته درې تنه نورځانمرګي يرغلګر چې په ښځينه جامو سمبال و امنيې قوماندانۍ ته له ننوتو سره سم د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول .
جنرال ظاهر څرګنده کړه چې په دې نښته کې درې واړه ځانمرګي يرغلګر په ډير لنډ ممکن وخت کې وځپل شول اوحالت عادي بڼه غوره کړې ده .
دغه راز ده وويل چې په دې پيښه کې يو پوليس شهيد شوى او درې تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته