سیاست

په اداروکې د ښځو د ځورولو په اړه د وروستیو ادعاوو د ارزونې په موخه د ځانګړي سکرتریت د ایجاد حکم صادر شو

کابل/باختر/ د زمري ۶مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني په ادارو کې د ښځو د ځورولو په اړه د وروستیو ادعاوو د ارزونې په خاطر د ځانګړي سکرتریت د ایجاد حکم صادر  کړ.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په حکم کې راغلي دي: په ادارو کې د ښځو د ځورولو په اړه د وروستیو ادعاوو د شفاف او عادلانه ارزولو په خاطر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې، د ښځو د ځورولو د مواردو د ارزولو ځانګړی سکرتریت ایجادېږي.
د دغه حکم پر بنسټ، په ادارو کې د ښځو د ځورولو په اړه د ادعاوو ارزول، د زیانمنو د شکایتونو د اورېدو لپاره د زمينې برابرول، سکرتریت ته د رسېدلو ادعاوو او شکایتونو مستند کول او په ادارو کې د ښځو د ځورولو په اړه وروستیو ادعاوو ته له رسېدګۍ څخه ډاډمنتیا، د یاد سکرتریت موخې بلل شوې دي.
جمهوررییس په دغه حکم کې، یاد شوی سکرتریت مکلف کړی چې ټولې ادعاوې په درېیو میاشتو کې په هر اړخیز ډول وارزوي او د جرمي مواردو د تشخیص پر مهال دې، قضیې د رسيدګۍ په خاطر لویې څارنوالۍ ته واستوي او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې له لارې دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړي.
د دغه حکم مطابق ټولې ادارې مکلفې ګڼل شوې چې د ورسپارلو شویو چارو د پرمخ بېولو لپاره د ښځو د ځورونې په اړه د وروستیو ادعاوو د ارزونې په خاطر له ځانګړي سکرتریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي او لویه څارنوالي یې هم مکلفه بللې چې د یاد سکرتریت ارجاعي قضیو رسېدګۍ ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي او د قانون مطابق خپل اجراات بشپړ کړي.
پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته