امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دهيواد په شمال او شمال ختيځ زون کې دخلکو يوولس تنه دښمنان پرون دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ دقرلق ، نو آباد او جام رجب په سيمو کې د ملي ،دفاعي او امنيتي ځواکونو او دملي اردو دځانګړو قطعاتو دتندر ١٦ دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې يوولس تنه طالبان ووژل شول او ديارلس تنه ټپيان شول او لس ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته