اقتصاد

د ۱۳۹۹مالي کال دملي بودجې طرحه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شوه

کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناو په چاروکې د ولسمشرۍ د عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د پارلماني چارو مرستیال ډاکټر محمد کریم باز، په حضورکې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې طرحه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې ناسته کې قیومي، د ولسي جرګې غړو ته د ملي عوایدو کچې زیاتېدو، د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې د لګښت، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې طرحې چې په دې طرحې کې د لګښتونو منځنۍ مودې چوکاټ، بودجوي اصلاحاتو، د حکومت د ځان بسیاینې اقتصادي پالیسۍ په پام کې نیولو سره د ملي بودجې طرح راغلي دي، په بریا سره د اعتباري اسانتیاوو تمدید پروګرام ترنامه لاندې د پیسو له نړیوال صندوق سره د حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو بشپړېدو، د مالي ثبات او اقتصادي ودې ساتنې، اصلاحاتو پلي کولو، له اداري فساد سره مبارزې، د ولایتي توازن طرحې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت سرپرست وویل:" د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شوې ده. په دې بودجه کې زیاته پاملرنه پراختیایي بودجې ته شوې، که چېرې د ۱۳۹۸ مالي کال له ملي بودجې سره پرتله شي، د ۱۱ سلنې په خواوشا کې زیاتوالی ښيي. دا په داسي حال کې ده، چې په عادي بودجه کې ۳ سلنه سپما شوې ده."
هغه زیاته کړه: " د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې د حکومت لومړیتوبونه دفاع، خوندیتوب او عامه نظم، پوهنه، کلتور او دین، کور جوړونه او ټولنیز جوړښت دي، چې هر یوه یې په ترتیب ۲۴ سلنه، ۱۴ سلنه،۱۲ سلنه، ۸،۹ سلنه، او ۸،۷ سلنه ټولیزه ملي بودجه ځانته اختصاص کړې ده. د پراختیایي بودجې ستره برخه په څلورو سکټورونو (کور جوړونه او ټولنیز جوړښت، ټرانسپورټ او مخابرات، انرژي او کانونه، حکومتولۍ او عامه خدمتونو) ته ځانګړې شوې ده، چې په ترتیب سره له ۳۶،۴ میلیارده، ۲۵،۷ میلیارده، ۲۵،۴ میلیارده او ۱۳،۵ میلیارده زیاتې افغانۍ دي.
د مالیې وزارت سرپرست، د ولسي جرګې له استازو غوښتنه وکړه چې د سترو پراختیایي پروژو پلي کولو او د دولت د تادیاتو د ورکړې لپاره ډېر ژر د ملي بودجې سند تصویب کړي.
د یادونې وړده: د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، له دې جملې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده پراختیایي بودجه (۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده یې غیر اختیاري) ده.
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته