ټولنه

په پروان کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام پيل شو .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
دلنګن  دروزنيز مرکز  په نوښت په لسګونو ډولي نيالګي  د پروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست په  انګړ کې کيښودل شول .
دچاريکارو له ښار څخه دباختراژانس دخبر له مخې ، دناجو په لسګونو نيالګي چې دپروان دولايتي شورا دغړى حاجي خليل فضلي  اويوشمير  ځوانانو له خوا پيرودل شوي وو نن د يولړ مراسمو په ترڅ کې داطلاعاتو او فرهنګ رياست ودانۍ ته څيرمه سړک په غاړه کيښودل شول ،.
په دغو مراسمو کې دلنګن دروزنيز مرکز مسوول شمس العارفين  په ولايتي شورا کې دخلکو د استازي  حاجي خليل فضلي  دوندې اخستنې  او له سمسورتيا سره دځوانانو دعلاقمندي  له امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې دغه مرکز دخپلو روزنيزو پروګرامونو تر څنګ ځوانان دې  ته هڅوي چې دخپل چاپيريال سمسورتياته پاملرنه  وکړي .
ده دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ رياست دهمکاري له امله هم قدرداني وکړه .
دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي دحاجي جليل فضلي  دپاملرنې  او احساس او دځوانانو دعلاقمندي له امله مننه وکړه او د سمسورتيا دارزښت په باب  يې  خبرې وکړې .
دمراسمو په  پاى کې ټولو برخه والو داطلاعاتو او فرهنګ رياست په شاوخوا کې دناجو نيالګي کيښودل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته