_کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه سيمه ييز پوليسان نن په کندز ولايت کې شهيدان شول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باخترآژانس ته وويل چې دغه درې تنه هغه وخت شهيدان شول کله چې وسله والوطالبانو دکندز ښار په زرخريد سيمه کې د دوى په پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه نور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وويل ؛ په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
ديوبل خبرله مخې ؛ يو ماين چې دکندزولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينوله خوا ښخ کړاى شوى و ، د افغان ځواکونوله خوا کشف اوشنډکړاى شو.
0 1 دقیقه لوستل