امنیت

څلور تنه غله ونيول شول

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دکابل پوليسو څلور تنه  دغلا په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ ، په نيول شويو کسانو دوسله والو غلاو اوشوکمارى  تور لګول شوى دى چې دديارلسمې او اتلسمې امنيتي حوزو له مربوطاتو څخه  دپوليسو له خوا ونيول شول .
له دغو کسانو څخه يوه تومانچه ، دوه برچې او يوشمير وسايل  چې په غلاو کې زرڅخه استفاده کېږي دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته