ټولنه

دهرات څارنوالۍ دکارونو دڅيړنې لپاره يو لوړ رتبه هيئت هرات ته ورسيد

کابل باختر د وري ٢٥:
دهېواد  دلوى څارنوالۍ لوړ رتبه هيئت نن هرات ولايت ته ورسيد او د هرات دوالي  عبدالقيوم رحيمي سره وکتل .
دلوى څارنوالى  مرستيال او دهيئت رييس  وحيد الدين ارغون دهېواد دلويديځ زون ولايتونو ته  ددغه سفر هيئت  ددغو ولايتونو  دڅارنوالى  دادارو دکارونو څارنه  اعلام کړ .
د دغه هيئت په  ترکيب کې دلوى څارنوالۍ دپلټنې ، دحکمونو دتنفيذ، مالي اواداري ، بشري منابعو او دکنترول او څارنې دبرخو استازي غړيتوب لري .
دهرات والي دهېواد دټولو ولايتونوپه کچه په تيره بيا دهرات ولايت دڅارنوالى  داجرااتو او کارونو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې څارنوالى دجرم او جنايت له عواملو او په فساد او سازمان موندلو جرمونو له تورنو کسانو سره  دچلند په لاره کې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
دهرات والي دافغانستان په څارنواليو کې بدلونونه او دزده کړې خاوند او ژمنو ځوانانو ته دسترو مسووليتونو سپارل  هيله من کوونکي وباله او زياته يې کړه  چې دلوى څارنوالى مشرتابه دخلکو باور بيا ترلاسه کړى دى .
دغه هئيت  په هرات ولايت کې د خپلې استوګنې په موده کې به  دڅارنواليو دکارونو د څيړنې تر څنګ  جيلونه او دازادي دسلب  سيمې هم  ګوري . او له يوشمير دولتي مقاماتو سره  ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته