فرهنګ

حسينه ساپۍ: “په وروستيو سلو کلونو کې د افغان ښځو د فرهنګي وضعيت د تحليل” سيمينار بايد په زيات پرتم سره جوړ شي

کابل/باختر/ د وږي٢٠مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن
" په وروستيو سلو کلونو کې د افغان ښځو د فرهنګي وضعيت د تحليل" د سيمينار د جوړولو د کمېسيون وروستۍ ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې ناسته کې لومړى د کمېسيون غړيو د دغه سيمينار د بېلابېلو برخو په اړوند چې تياتر، سينما، موسيقۍ، ګرځندوى، ادبياتو، ژورناليزم، ښکلي هنرونه، ټولنيز فعال او کسبګر په کې شامل دي؛ د خپلو تياريو او کارونو رپوټ وړاندې کړ.
دغه راز په ناسته کې د مقالو د وړاندې کولو د څرنګوالي او په مقالو پورې اړوند د تصويرونو د نندارې د تنظيم او دغه راز د ميلمنو د ښه هرکلي په اړه خبرې وشوې.
حسينې ساپۍ د کمېسيون د غړيو د کارونو او لازمو تياريو د رپوټ له اورېدو وروسته، "په وروستيو سلو کلونو کې د افغان ښځو د فرهنګي وضعيت د تحليل" د سيمينار د جوړولو په خاطر ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه سيمينار بايد ښه او په زيات پرتم سره جوړ شي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته