سیاست

د مسلمانو عالمانو نړيوالې اتحاديې د افغانستان جګړه ناجايزه وبلله

کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
په قطر کې د دولت اود طالبانوترمنځ د سولې د خبرو له پيل وروسته د تاوتريخوالي له زياتېدو سره جوخت د اسلامي عالمانو نړيوالې اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د عالمانو د بشر د حقوقو او پوهانوهدفمندې وژنې په کلکه غندلي دي اوټينګار يې کړى دى چې په ملکي خلکو بريد اود بې ګناه خلکود وينې تويول د ټولو اسماني اديانو د زده کړو اود نړيوالو قوانينو پرخلاف دى.
په قطر کې د اسلامي عالمانو نړيوالې اتحاديې په اسلامي هېوادونوکې له ټولو پوهانو ، دانشمندانو، او د ديني عالمانو غوښتنه کړې ده چې د الله( ج ) د کتاب او د نبوي سنتونو د احکامو په رڼا کې د اسلامي شريعت د اصولو او اساساتو په پام کې نيولو سره د جګړې او د وينې تويولو دوام وغندي اوپه افغانستاان کې د اوربند د ټينګښت،د تاوتريخوالي د بندولو اود جګړې د پاى ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړي .
د هېواد د بهرنيوچارو وزارت په قطر کې د مسلمانوعالمانو د نړيوالې اتحاديې د اعلاميې په هرکلي سره د نړيوالې ټولنې د سوله دوستو او ازادي غوښتونکو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي اود بېګناه خلکو د وژنو په غندنې سره په دغه مصيبت ځپلې هېواد کې د وينې تويېدونې د بندولو اود سولې د تامينولوپه لاره کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي .
ختم – ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته