اقتصاد

المان دافغانستان په شمال کې دبريښنا انرژي دبنسټونو په برخه کې ونډه اخلي

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دانرژي  او اوبو وزير نن  دالمان له پرمختيايي  بانک  که-  اف    ډبيلو  سره  يو موافقه ليک  لاسليک کړ چې دهغه  له مخېې  دالمان دولت   دافغانستان په شمال کې  دانرژي  دبرابرولو دبنسټونو دښه والې په برخه کې  نهه شپيته  مليونه يورو لګوي.
دباختراژانس  دخبرله مخې  دانرژي او ابو  دوزير محمداسمعيل ددغو موافقه ليکونو له لاسليکولو مخکې وويل له دغو پيسو څخه به  اووه  ويشت مليونه يورو دبلخ  اوسمنګانو   دولايتونو په ښارګوټو  اوکليو کې دبريښنا دشبکو دغځولو په لاره کې ولګول شي .
دانرژي  او  اوبو  وزير زياته کړه دوه څلويښت  مليونه يورو  دافغانستان  دشمال دولايتونو  دبريښنا دبرابروو لپاره  ځانګړې  شوې ده  چې له   دې جملې څخه به دپلخمري داوبو   بريښنا دلومړۍ اودويمې  فابريکې  احياکول چې تجهيزات  يې استهلاک شوي دي ولګول شي .
په افغانستان کې  دکه  اف   ډبيلو دپرمختيايي  بانک رييسې ميرمنې  ډاکترې  زولوايګبول  دتړون له لاسليک کولو مخکې وويل  چې دالمان  فدرالي  جمهوريت  له  ٢٠٠٣ کال  را په دې  خوا په بيلابيلو برخو کې له افغانستان  سره مرسته کړي ده   چې دافغانستان   په بيارغاونه کې  دريم مرستندوى هيواد دي.
له افغانستان  سره  دالمان کلني مرستې  څلور سوه ديرشو مليونو يورو ته رسيږي.
دغه تړون  دانرژي    او اوبو  وزير محمداسميل  اودکه  اف  ډبيلو  دپرمختيايي بانک  رييسې ډاکترې  زولوايګبول لاسليک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته