ښوونه او روزنه

دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
د شهید استاد رباني په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر له خوا د سلو خونو تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د لوړو زده کړووزارت دخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په هغه مراسمو کې  چې د دغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دایښودو په اړه جوړه شوې وه، پوهاند ډاکټر عبیدالله عبید، د دغې ودانۍ د ښه کیفیت او چټک جوړیدو له امله پر اړوندو کارکوونکو ټینګار وکړ او د ښه کار کولو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغې ودانۍ، چې مالي لګښت یې دوه میلیونه امریکایي ډالره کیږي، د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه په شپږو پوړونو کې په دوو کلونو کې ودانیږي.
د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي خونو د کمښت او د محصلانو د تدریسي ټولګیو د نه شتون ستونزه اواره شي.
همداراز د لوړو زده کړود وزیر له خوا په پوليتخنیک پوهنتون کې د موټرو لپاره د پارک جوړولو کار هم پیل شو.
د دغه پارک مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي، چې په جوړیدو سره به یې د استادانو د وسایطو لپاره د پارک د نه شتون ستونزه له منځه لاړه شي.  
د یو بل خبر له مخې نن په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر له خوا يو جومات پرانستل شو.
  د دغه جومات د پرانستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکټر عبیدالله عبید خبرې وکړې او دغه جومات یې د مسلمانانو د ورورولۍ، یووالي او برابرۍ لپاره اغیزمنه وسیله وبلله هغه همدارنګه د کابل پوهنتون محصلان یې د علم ترلاسه کولو، ملي وحدت، همغږۍ او پرمختګ ته وهڅول.
دغه جومات چې په نوي او عصري سیستم جوړ شوی او د ډیرو ښو اسانتیاوو درلودنکی دی، په یو وخت کې له زرو څخه ډیر کسان پکې لمونځ ادا کولای شي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته