امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
د ملي اردو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ميدان ورد ګو او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو عملياتوپه بهيرکې څلور تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول؛ يوشمېر نور يې ټپيان شول.
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه او ٢٦ ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول.
د يوبل خبرله مخې: د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله دملي اردو يو تن منسوب  شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته