امنیت

په جلال آباد ښارکې چاودنو د سر زيان نه دى اړولى .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
په جلال آباد ښار کې نن له دوو چاودنو وروسته امنيتي ځواکونو اعلام وکړ چې دغوپيښو د سر زيان نه دى اړولى.
نن سهار د اوو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا کې دوو پرله پسې چاودنو  دجلال آباد ښار  ولړزاوه.
لومړۍ  چاودنه  دننګرهار ولايت دسرې مياشتې او د امنيې د قوماندانۍ دامنيت دآمريت ترمنځ  وشوه.
دويمه پيښه دسرحدونو د چارو رياست ته څيرمه د ايښودل شوى دچاودنې زيږنده وه  چې دکثافاتو په يوه لوښې کې ځاى پرځاى شوى و .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  حضرت حسين مشرقي وال دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب ته  وويل  :   چې په دغو چاودنو کې دسر زيان نه دى اوښتى .
ده وسله وال طالبان يې ددغو ناکامو بمي بريدونو مسوول وبلل او ويې  ويل   چې امنيتي ځواکونه  هلې ځلې کوي  چې ددغو پيښو سازمان ورکوونکي   وپيژني  او ويې نيسي.
په   څو   وروستيو  مياشتو کې دننګرهار ولايت په تيره بيا    آباد ښار د چاودنو او ځانمرګو بريدونو دي .
امنيتي ځواکونه د پاکستان د  استخباراتو  سازمان په   ننګرهار کې دتروريستي پيښو د زياتوالي اصلي عامل   بولي او وايي چې  دغه سازمان  د  تروريستي ډلو
په ملاتړ هلې ځلې کوى چې دافغانستان دانتخاباتو بهير ګډوډ  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته