امنیت

شپاړلس تنه په هلمند کې د جنایی جرمونو په تور ونیول شول

لښکرګاه/ د کب/ ۱۲/ باختر
شپاړلس تنه په هلمند کې په جنایی جرمونو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
پولیس وایی چې دغه کسان په تېرو٢٤ ساعتو کې د هلمند په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ونیول شول .
به نیول شویو کسانو د غلا ، شوکمارۍ او نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی.
د هلمند د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې پولیسو دغه کسان په عملیاتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونیول.
ویل کېږي د نیول شویو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضایی بنسټونو ته ولېږدول شي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته