فرهنګ

دهيواد ليکوال محمدامان کوه نشين وفات شو

دملنگ وليتان دمشهور داستان ليکوال محمدامان کوه نشين تيره شپه  دورپيښي ناروغي له امله په سرپل ولايت کې وفات شو.

له سرپل ولايت څخه  دباختر دا طلاعاتي اژانس  دخبريال دخبرله مخې محمدامان کوه نشين يو نوميالي فرهنګي اوشاعر و چې دوه اويا کاله مخکې دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ دبيدستان دکلي په يوه روښان فکره  اوروحاني کورکې وزيږيد  او تيره شپه د ورپيښې ناروغي له  امله په خپل کورکې وفات شو.

ده دماشومتوب په دوران کې  ديني  مدرسو ته مخه وکړه او ديني علوم يې  زده کړل  په ځواني کې دشعرونو په ويلو اوليکوالي لاس پوري کړ او دنظم اونثر په چوکاټ کې يې ډير اثار برابرکړي  چې دملنګ وليتان له اثرپرته نور اثاريې  تراوسه پوري نه دى چاپ شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته